په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه د ۶ ملکي کسانو خوشي کیدل
تېره شپه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې د طالبانو یو زندان مات کړی شو او زموږ ۶ تنه ملکي هېواد وال له دغه زندان څخه آزاد شول. د عملیاتو په ترڅ کې یو تن طالب هم وژل شوی او د دښمن د وسلو او مهماتو یوه ستره زېرمه له منځه وړل شوې ده.