په بلخ ولايت کې د هوايي ځواکونو دويم بريالى مانور

د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین «منصور» د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاء الله عمري، د اسلامي امارت پوځي او ملکي مسؤلینو په بلخ ولایت کې د هوايي ځواکونو په دوهم مانور کې ګډون کړی وو.
د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان د هوايي ځواک د پيلوټانو او تخنيکرانو ستاينه وکړه او ويې ويل: د هوايي ځواک بريالي عمليات د بهرنيانو او يرغلګرو پر وړاندې د هېواد د اردو بريالۍ دفاع تضمينوي او زموږ موخه په هیواد کې د یوه ځواکمن، مجهز او بې ساري هوايي ځواک را منځ ته کول دي."
د الفتح قول اردو قوماندان هم د هیواد په شمالي ولایتونو کې د اسلامي امارت ځواکونو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ستایینه وکړه او د ټولو ځواکونو د متحده کړنو او عملکرد ډاډ یې ورکړ.