مدني فعالانو او ټولنیزو بنسټونو د کمانډو ځواکونو ستاینه وکړه

په کابل کې د ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړیزه او قدردانۍ غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د مدني بنسټونو یو شمیر فعالانو چې ګډون کړی وو، په خپلو خبرو کې له دفاعي او امنیتي ځواکوو څخه په قدردانۍ یادونه وکړه او د ترهګرو پر وړاندې د کمانډو ځواکونو مبارزه او لاسته راوړنې یې وستایلې.
د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې معین "محمد سرور جوادي" وویل چې د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې د کمانډو ځواکونو بریا د افغانستان د دروند ولس او ملت ملاتړ له دغو ځواکونو دی چې په هر ډګر کې توانیدلي دښمن ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکوي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي چې وویل: له کمانډو ځواکونو څخه د خلکو هر اړخیز ملاتړ ددې لامل شوی تر څو دفاعي او امنیتي ځواکونه وکولای شي د یوې پیاوړې انګیزې او متین عزم سره د هېواد د پرمختګ په موخه له دښمن سره مبارزه وکړي، او دا د دوی د ملاتړ پایله ده چې نن دښمن د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې په ګونډو شوی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې توان نلري.
مدني فعالانو او ټولنیزو بنسټونو ژمنه وکړه چې د هر ډول شرایطو په راتلو سره د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.