د ۲۰۹ شاهین قول اردو له ښوونیز مرکز څخه تر ۵۰۰ زیات د ملي اردو ځواکونه فارغ شول

نن د ۲۰۹ شاهین قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۵۳۹ تنه منسوبین د یو لړ ښونیزو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول. ددې اتلانو د فراغت محفل د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې تره سره شول.
د یادې قول اردو مرستیال جنرال عباس توکلي وویل:" د نورو ملګرو سره په لیکو کې ستاسو یو ځای کیدل د خلکو مورال پیاوړی کوي او ترهګرو ته خبرداری ورکوي".
دې فارغانو ژمنه وکړه چې په ټول ځواک سره به د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کوي.