د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۳:۵۱
د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم حفظه الله د  حکم پر اساس د ۲۰۵ البدر قول لپاره ملا احمدشاه  "دیندوست" د نوي قومندان په حیث ټاکل شوی وو، نن ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسما معرفي شو.

مسؤلینو په دغه معرفت غونډه کې وویل: چې په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، او د اسلامي نظام د پایښت لپاره ترسره کیږي او نوی قوماندان ته یې د ښه خدمت کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

په پای کې نوي قوماندان ملا احمد شاه "دیندوست" د مسؤلینو له باور کولو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته