د ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵۷ تنه سرتیري فارغ شول

دغه سرتیري، چې ۱۰۲ ښځینه او ۹۵۵ تنه نارینه دي، د ۱۲ اونیو له پوځي بنسټیزو زده کړې وروسته، نن په کابل کې خپل فراغت جشن ولمانځه.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئیس ډګر جنرال حبیب «حصاري» په خپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: زه پر تاسو هر یوه ویاړم، ځکه چې تاسو د هېواد د اتلو او حماسه زیږونکو لار ټاکلې، چې دا د هېواد او خلکو ساتنه ده.
د ګډو محاربوي ښوونو د مرکز سرپرست ډګروال عبدالظاهر «بارز» د مسلکي او پوځي بنسټیزو ښوونو په تړاو د هېواد زړورو بچیانو ته ډاډ ورکړ.
یادو فارغانو ژمنه وکړه چې د هېواد د ثبات او امنیت په ټينګښت کې هر راز سرښندنو ته چمتو دي.