د ګډو محاربوي زده کړو قوماندانۍ ته نوى قوماندان معرفي شو

د ملي دفاع وزارت د زده کړو او پرسونل مرستيال شيخ عبدالرحمان "اخند زاده" او د ستر درستيز د ښوونې، روزنې او دوکتورينو عمومي قوماندانۍ قوماندان عبدالجبار صديقي له لوري د ګډو محاربوي زده کړو نوى قوماندان مولوي محمد هاشم "حذيفه" د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرسونل ته معرفي شو.
ويناوالو په نظام کې تغيير او تبديل يو اصل ياد کړ او د ګډو محاربوي زده کړو قوماندانۍ ته يې د نوي قوماندان له پاره په ورسپارل شوي مسووليت کې د برياليتوب هيله وکړه.
د ګډو محاربوي زده کړو قوماندان د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز د مشرتابه له باور کولو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده او مسووليت به د اسلامي شريعت مطابق سرته رسوي.