د کابل له ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه د ٥٠٠ سرتيري فارغيدل

نن د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د پلاوي، د پوځي او ملکي چارواکو په شتون کې د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه د اسلامي امارت ٥٠٠ تنه سرتيري د يولړ بنسټيزو، مسلکي او پوځي ښوونو وروسته فارغ شول.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو رييس مولوي مير محمد متوکل، د اسلامي امارت ځواکونو د اشغال پر وړاندې د ودريدنې او ميړانې ستايينه وکړه او وه يې ويل:" له دې وروسته د چارو مسوليت ستاسو په لاس کې دى، تاسې د کلکې عقيدې او ټينګ ايمان په لرلو سره د اسلامي نظام او ملت نه ساتنه کوٸ."
په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د يوې منظمې، مسلکي او وفادارې اردو چې د ښوونې او روزنې له اړخه ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ته متعهده وي، هم ډاډ ورکړ. په پاى کې دغو نويو فارغو شويو سرتيرو د پوځي او مسلکي وړتياوو په ښودلو سره يو ځل بيا خلکو سره ژمنه وکړه، چې په هر وخت او ځاى کې د خدمت او قربانۍ لپاره چمتو دي.