د وسلوال پوځ لوی درستیز د سردار محمد داود خان له روغتون څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۹:۵۱
 د وسلوال پوځ لوی درستیز د سردار محمد داود خان له روغتون څخه لیدنه وکړه

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت " په روغتیایي مرکز کې د غاښونو څانګې په پرانستلو برسېره د عامې روغتیا له رئیس ډاکټر طاهر "احرار" سره په ګډه د سردار محمد داود خان روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې لوی درستیز د عامې روغتیا ریاست د ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل له نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه قدرداني وکړه او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ او د طبي چارو د لوی درستیز د دوامداره پاملرنې او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

دغه راز لوی درستیز د سردار محمد داود خان روغتون د مرکزي پولي کلینیک، د عامې روغتیا له قومندانۍ د چارچه بالا چوک او د دغه روغتون په نورو برخو کې هم له ناروغانو لیدنه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۷:۰
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزير په مشرۍ د ملي دفاع وزارت مجاهدینو د رتبو د تثبيت کميسیون د غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه په کار پیل وکړ

نن چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په مشرۍ، مجاهدينو د رتبو د تثبيت کمېسيون غونډه جوړه شوې وه؛ په ​​رسمي توګه يې خپل کار پیل کړ.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۳:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال مولوي محمد قاسم فريد او ورسره مل پلاوي د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه لیدنه وکړه.

مولوی محمد قاسم په دی سفر کی د یادې قول اردو له قوماندان مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۶:۳۷
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د عمر ثالث فرقې او د بدخشان له سرحدي نقطو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د دوه ورځني سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت  ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤولینو او نظامي منسوبینو سره یې وکتل.

ورپسې. . .

بېرته خبرونه ته