د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ.

په دې سفر کې ستر جنرال محمد یاسین ضیاء د غزني ولایت له لوړ پورو چارواکو او د کومانډو ځانګړو ځواکونو قول اردو قوماندان جنرال هیبت الله علیزي د یاد ولایت امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سرتیرو سره لیدنه وکړه.

ستر جنرال محمد یاسین ضیاء وویل:"د طالبانو پلان د غزني ولایت سقوط وو, چې د ماتې سره مخ شو او د یاد ولایت په ورورستیو عملیاتو کې ترهګرو ته ډېر درانه تلفات واوښتل.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د درېمې لوای قوماندان له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې ډګرمن احسان الله "فیض" د یادې لوا د قوماندان په توګه وپیژنده او په غزني ولایت کې د ملي اردو منسوبینو ته لار ښوونه وکړه, چې ترهګرو د ځپلو په موخه خپل عملیات لا پسې زیات کړي.

همدا راز د وسلوال پوځ لوی درستیز د غزني په ښار کې د خلکو سره په لیدنه کې هغوې ته ډاډ ورکړ, چې دفاعي او امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتو حالت کې قرار لري, هېڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د غزني ولایت خلکو ته زیان ورسوي.

خلکو د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو قدردانی وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هر ډول حالاتو کې به د دوې ملاتړ کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته