د وسله وال پوځ لوی درستیز په ۲۱۹ عمر ثالث فرقه کې د ۳۰۰ تنه مجاهدینو فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۲۱:۲۴
د وسله وال پوځ لوی درستیز په ۲۱۹ عمر ثالث فرقه کې د ۳۰۰ تنه مجاهدینو  فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې د لومړۍ لوا څخه ۳۰۰ تنه مجاهدین له دري میاشتو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د لوی درستیز قاري فصیح الدین ''فطرت''، د بدخشان والي مولوي امان الدين ''منصور''، نظامي او ملکي مسؤلینو، علماوو او مجاهدينو په کې ګډون درلود فراغت غونډه ترسره شوه.

په دغه فراغت غونډه کې د وسله وال پوځ لوی درستیز د الهي امتحان پر وړاندې د مجاهدینو زغم او استقامت یادونه وکړه او وه يې ویل، نن ورځ موږ د سکون او اسانتیاوو سره امتحان کيږو، نو راځې چې خپل مسؤلیتونه درک کړو، د خلکو او اسلامي نظام خدمت له پامه ونه غورځوو.''

همدا راز د بدخشان والي هم مجاهدین وهڅول چې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه په صادقانه توګه خدمت وکړي او له هغوي یې وغوښتل چې د ترلاسه شویو ارزښتونو په ساتنه کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

دغه غونډه په ويناوو او د فارغانو له خوا د پوځي نمایشاتو په ترسره کولو او تقدیرنامو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته