د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکيې هېواد له پوځي اتشې سره وکتل
نن وروسته له غرمې، د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال ولي محمد "احمدزي" په افغانستان کې د ترکیې هېواد له پوځي اتشې ډګروال سینان او یار سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو خواوو په هر اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکیې هېواد څخه د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې د همکاریو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې روزنې او د ټپیانو د درملنې په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو یې ترې مننه وکړه.
همداراز په مقابل کې د ترکیې پوځي اتشې اویار دغه هېواد کې د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشاره وکړه؛ د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تل به د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.