د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز: د ملي دفاع وزارت په هېواد کې د ترهګرو پر وړاندې د جنګ او مبارزې تر څنګ, دې ارګان کې په اصلاحاتو جدي کار کوي

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" نن د لوړ پوړو دفاعي او امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل: د کندز ولایت اړوند د ۲۱۷ پامیر قول اردو به د بلخ ولایت اړوند په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې مدغم شي.
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۱۷ پامیر قول اردو د پوښښ لاندې سېمو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ, چې دا هوډ د لا ښه امنیت د ټینګښت او رسیدنې په موخه نیول شوی دی.
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز ټینګار وکړ, چې د تشکیلاتي تورم د مخنیوي پر بنسټ؛ د ملي اردو یو شمېر منسوبین د ملي دفاع وزارت د قرارګاه په ګډون, چې په امن سېمو او قراګاوو کې بغیر له اړتیا شتون لري, خپل اصلي کار ته چې د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه ده د هېواد بیلابیلو سېمو ته واستول شي.