د هېواد د هوایی ځواک د دوو چورلکو د غورځېدو له امله د سپېڅلو شهیدانو جنازې د حکومت د مشرتابه په حضور کې ترسره شوې

د ۸ تنو امنیتی ځواکونو او پیلوټانو په جنازه کې، ولسمشر او د مسلح قواوو اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخیل، د وسلوال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا، جنرالانو، افسرانو او د شهیدانو د معظمو کورنیو غړو ګډون کړی وو.
ولسمشر او د مسلح قواوو اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: "د افغانستان د خلکو د وقار او ویاړ لپاره د دوی د سپیڅلې ویني تویول به د هیواد زرین تاریخ کې ثبت شي او د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو اتلولي به تل زمونږ او افغانانو زړونه لا پسې ځواکمن کړي.
د دندې پرمهال د دې ځواکونو شهادت خلکو ته د رښتیني خدمت خپله قوي ژمنتیا څرګنده کړه، او دوی تل په خورا سخت حالت کې خطرناکه دندې په سختو درو او نامناسبه هوا کې ترسره کړې."
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو پر مهال وویل:" ستاسو درد د افغانستان درد دی او د افغانستان عزت او وقار د دفاعي او امنیتي ځواکونو په اوږو دی، که زموږ اتلان په هلمند کې شهیدان شوي، همسنګران يې د نورو ولایاتونو په سیمو کې د هېواد د دفاع په لاره کی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دي.
یوه ظالمانه ډله چې د دښمنانو د ګټو لپاره مبارزه کوي، هیڅکله به خپل ناوړه موخې ترلاسه نکړي."
د ملي دفاع وزارت رهبري د لوي خدای له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوي، د هغوی کورنیو ته د تسلیت مراتب، جمیل صبر او روغتیا هیله کوي.