د هېواد جمهور رییس او د مسلح قواوو اعلی سر قوماندان په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر وارزاوو

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۶:۲۷
د هېواد جمهور رییس او د مسلح قواوو اعلی سر قوماندان په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر وارزاوو

په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله "محب"، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود "میاخېل"، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ"، د ملي دفاع وزارت رییسانو، جنرالانو، افسرانو او سرتیرو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د هېواد ولسمشر په خپله وینا کې وویل:" زه د جګړې د لومړۍ کرښه له سرتیرو او افسرانو سره تل په اړیکه کې یم، له هغوی سره خبرې کوم او له نږدې ورسره ګورم چې په لوړ جرآت، سرښیندنې او مېړانې سره یوازې د خپلو خلکو د دښمنانو او د هېواد د دفاع لپاره جنګېږي.

هر ځل چې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ګورم، ډاډمنتیا او انګیزه مې څو برابره کېږي.

هغه قربانۍ چې تاسو د جګړې په ډګر کې ورکوئ، هېڅکله به بې تفاوته ونه نیول شي، تاسو زما او د افغانستان د خلکو ویاړ یاست".

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني زیاته کړه چې د ملي دفاع وزارت په بیلابیلو برخو کې اساسي اصلاحات رامنځته شوي دي چې د تمجید وړ دي او باید دغه بهیر کړندی شي.

ولسمشر وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره اساسي ګامونه اوچت شوي دي، او مونږ د مثبتې سولې غوښتونکي یو چې په هغه کې عدالت په لوړه کچه تآمین شي او په نظام کې د خلکو ونډه زیاته شي او دفاعي او امنیتي ځواکونه د هغه ساتونکي واوسي.

جلالتمآب ولسمشر وویل: د جګړې د لومړۍ کرښې له سرتیرو د دوامداره احوال اخیستو پخاطر د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ" ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال تفویض، د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن علیم "بیک" ته د جګړې په ډګر کې د سرښیندنې او مېړانې پخاطر د ډګروالۍ رتبې تفویض او د سر ښیندنې او وطن دوستۍ پخاطر د جګړې سلو تنو سرتیرو ته د دولتي مډالونو تفوض منظوروم.

همداراز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله "محب" وویل: زمونږ د هېواد عزت او سر لوړي د مسلح قواوو په قوت او یووالي کې دی چې تاسو یې واقعي ممثل یاستۍ، د افغانستان خلک ټول له تاسو منندوی او خوښ دي او په ټولیزه توګه له تاسو ملاتړ کوي.

د ملي دفاع په وزارت کې اصلاحات د جګړې په ډګر کې د سرتیرو د باور کچه لوړوي. همداراز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخېل" وویل: "د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له منسوبینو سره د هېواد د مسلح قواوو اعلی سر قوماندان لیدنه د دوی مورال او انګیزه لوړوي.

ډاډ درکوو چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه به په بشپړې همغږۍ، ځواکمنتیا او یووالي سره کار وکړي. د ملي دفاع وزارت د منسوبینو په منځ کې ښه ظرفیت او ژمنتیا شتون لري چې ستاسو په مدبرانه رهبرۍ سره به لازم اصلاحات عملي کړو".

ددغه پروګرام په پای کې جلالتمآب ولسمشر د اصلاحاتو او کړنو په تړاو د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو برخو کاري راپورونه واوریدل او د لا زیاتو اصلاحاتو په موخه یې لازم هدایات صادر کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته