د هیواد لوی درستیز د ۲۱۹عمرثالث فرقې اتمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه 

web_admin
جمعه ۱۴۰۲/۹/۱۷ - ۲۱:۱۴
د هیواد لوی درستیز د ۲۱۹عمرثالث فرقې اتمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه 

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال زون ته د خپل سفر په دوام بدخشان ولایت کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې پر مهال د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له اتمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه.

لوى درستيز د سرحدي منسوبینو د کار او فعاليتونو له ارزونې وروسته هغوى ته د نظم او دسپلين د مراعاتولو ترڅنګ وويل: «تاسو د جهاد سختې او ګرمې ورځې تر سر تېرې کړې دي، او اوس د هیواد د دفاع مرحلې ته داخل شوي ياست. د اسلامي نظام ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د خدمت لپاره مو ګام پورته کړی؛ نو په دې برخه کې باید ستاسو پښې ونه لړزیږي او په لوړ هوډ سره د دغو ارزښتونو ساتنه وکړئ.»

لوی درستیز د خبرو په دوام زياته کړه: د ملي دفاع وزارت رهبري ژمنه ده چې د ملي اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره د نظامي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته او زمینه برابره کړي.

همداراز لوی درستیز د هغو اوازو په تړاو چې ګواکي د هیواد بېلابېلو برخو ته يې د سفر په لاره کې خنډونه جوړ شوي بې اساسه او د اسلامي امارت د دښمنانو منفی تبلیغات یاد کړل او ويې ويل: د اسلامي امارت مشرانو د خلکو د خدمت په خاطر زحمتونه ګاللي دي او د یو پرمختللي افغانستان د یووالي او عزت ساتلو لپاره شپه او ورځ کار کوي.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته