د هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان له بهر څخه بېرته هېواد ته را ستانه شول

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۲۲:۳۰
د هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان له بهر څخه بېرته هېواد ته را ستانه شول

د هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان چې په وروستیو میاشتو کې له هېواد څخه بهر تللي ول، د اسلامي امارت له کامیابۍ او د حکومت له رسمي فعالیت پیلولو وروسته د مسؤلینو په تشویق او هڅونې بېرته خپلو دندو ته را ستانه شول.

همداشان هڅې روانې دي، چې د ملي دفاع وزارت ټول کدرونه او مسلکي پرسونل هم بېرته هېواد ته را ستانه شي او د خپل هیواد په آبادولو کې فعاله ونډه واخلي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته