د ملي دفاع وزا ت سرپرست او د وسلوال پوځ لوى درستيز د کندز او بدخشان ولايتونو ته سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" او د وسلوال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين "فطرت" د کندز او بدخشان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د عمري قول اردو اړوندو يو شمېر لوا ګانو او سرحدي نقطو څخه د ليدنې ترڅنګ د شمال ختيځ زون او سرحدي سيمو امنيتي وضعيت ارزونه وکړه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: موږ ژمن یوو چې ستاسو د اتلانو په شتون سره یوه ځواکمنه اسلامي اردو رامنځته کړو، دښمن هڅه کوي چې په مختلفو دسیسو سره د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه واچوي.
د خبرو پر دوام د وسلوال پوځ لوى درستيز وویل: «په افغانستان کې شل کلنه جګړه د اسلام پر ضد وه، چې د خدای په فضل سره د اسلامي امارت د وسلوالو ځواکونو په مټ ماتې وخوړه، خو دوی لا هم په منفي او دروغجنو تبلیغاتو خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي.»
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د دغه زون له علماو او مخورو سره په کتنه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو په مشرۍ د شمال ختیځو ولایتونو د سرحدونو د ساتنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز د ملي دفاع وزارت مشرتابه په دغه مراسمو کې په بدخشان کې د يادې قول اردو د دوهمې لوا ارتقا فرقې ته اعلان کړه.