د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۸ - ۱۸:۵۴
د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

له انګرېزي ښکېلاک څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د غیورو افغانانو پر مټ خپلواکۍ اخیستلو او د افغان ملت د برم او پرتم د اعادې په موخه نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې دغه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دغه پرتمین مجلس کې د ریاست الوزراء اقتصادي او اداری مرستیالانو، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابینې ځینو غړو، د استخباراتو ریاست عمومي رئیس او ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او هیوادوالو ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ریاست الوزراء مرستیالانو او د کابینې ګڼ شمېر مسؤلینو د افغان ملت په ویاړونو او افتخاراتو هر اړخیزې ویناوې وکړې ورپسې د اسلامي امارت اعلامیه ګډون والو ته وړاندې شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په ملتیا د تشریفاتو ګنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې په ملي دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

له‌ دې سره سم د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې، غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۶:۵۵
Background image

د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان فارغ او ۱۲۰ تنه نوي ځوانان جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۲۰:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسؤل الحاج ملا عبدالقيوم" ذاکر" په داسې حال کې چې د  ۲۱۷ عمري قول اردو درستیزوال او یادې قول اردو د دیارلسمې سرحدی لواء قوماندان او یوشمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۲:۳۵
Background image

د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنه مفتيشينو اصلاحي سېمینار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په شتون کې پای ته ورسید

د ملي دفاع وزارت د تفتيش رياست له لوري اصلاحي درې ورځني سيمينار څخه د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنو مفتشینو د فراغت مراسم نن د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په شتون کې. . .

بېرته خبرونه ته