د ملي دفاع وزارت نوی ویاند وټاکل شو

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱ - ۱۵:۴۹
د ملي دفاع وزارت نوی ویاند وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو د ښه پر مخ وړلو په موخه، عنایت الله "خوارزمي" د قاري لطف الله "حبیبي" پر ځای د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د سرپرست رئیس او د ملي دفاع وزارت د ویاند په توګه وګمارل شو او په دنده یې پیل وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل او د هیواد ټولو ځورېدلو وګړو ته د حقایقو په خپرولو کې له ټولو ملي او بین المللي رسنیو سره همکار دی؛ د دولتي او خصوصي رسنیو خبریالان د اړتیا په وخت کې د ملي دفاع وزارت له ویاند سره په لاندې شمیره اړیکه نیولی شي.

۰۷۸۷۹۸۵۱۸۷

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته