د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن عباس (رض) د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه.

الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د لواء د جګړه ايزو احضاراتو لوړې کچې د ښې ارزونې ترڅنګ د لواء رهبرۍ ته ځینې لازمې لارښونې او سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه: چې خپلو کارونو ته متوجې شئ او د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ.

په ورته مهال د یادې لواء مسؤلینو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې هېڅکله به د هیواد داخلي او خارجي دوښمنانو ته اجازه ورنکړي، چې په ولسوالیو او درو کې شومو اهدافو ته د رسیدو په موخه وران کاري یا بغاوتونه ترسره او د شریفو ولسونو ژوند نا آرامه کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته