د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د خوست له لومړۍ لوا څخه ليدنه وکړه

تيره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا محمد فاضل "مظلوم" د خپل سفر په بهير کې د ٢٠٣ قول اردو اړوند د خوست له لومړۍ لوا څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د دغې لوا د مسوولينو او پرسونل د وړانديزونو او ستونزونو اورېدلو ترڅنګ خلکو ته د لا ښه امنيت د ټينګښت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال له مجاهدينو وغوښتل، چې د خلکو او ځوانانو سره ښې اړيکې ولري.