د ملي دفاع وزارت لوجستیک قومندانۍ ته د برېښنا د لېږد لومړنۍ پروژې په پرانیستلو سره ددغه وزارت په مصارفو کې ۲۲۳ میلیونه افغانۍ سپما کېږي

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۶:۹
د ملي دفاع وزارت لوجستیک قومندانۍ ته د برېښنا د لېږد لومړنۍ پروژې په پرانیستلو سره ددغه وزارت په مصارفو کې ۲۲۳ میلیونه افغانۍ سپما کېږي

نن د کابل شمال سب‌سټېشن څخه د ملي دفاع وزارت لوجستیک قومندانۍ ډیپوګانو ته د ۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه‌ محمود میاخېل ددغې پروژې په پرانیستلو سره وویل:"په اضافي او نا اړینو مصارفو کې سپما د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له مهمو او سترو موخو څخه ده؛ چې د برېښنا له دې مزې څخه په ګټې اخیستنې سره به په کال کې د تېلو، روغنیاتو او جنراټورونو څخه ۲۲۳ میلیونه افغانۍ وسپمول شي او دا زموږ یو له لوړو موخو څخه ده."

دغه پروژه چې د ملي دفاع وزارت د لوجستیک قومندانۍ دایمي برېښنا تآمینوي، د سیستیکا او د امریکا پوځ د انجینیرۍ برخې په مالي مرسته جوړه شوې ده.

نږدې وخت کې به ۱۴ نورې ورته پروژې هم پرانیستل شي چې د ملي دفاع وزارت د برېښنا سترې برخې ته به ګټه ورسوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته