د ملي دفاع وزارت له لوري د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره مرسته

د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو په ترڅ کې، دا ځل د ملي دفاع وزارت مشرتابه ددغو معظمو شهیدانو له ۱۲۰ کورنیو سره چې اوس مهال د ملي دفاع وزارت په اعمالاتخونې کې په کار بوخت دي، د خوراکي او خوړو موادو ( غوړي او وریجو) مرسته وکړه.
ددغو مرستو د ویش په مراسمو کې، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل، مادي او تخنیکي مرستیال، د بهرنیو اړیکو رییس او د ملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو او افسرانو ګډون درلود.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د شهیدانو محترمو کورنیو او معلولینو ته د جدي پاملرنې په اړه ډاډ ورکړ وې ویل: مونږ د مرستو په خوا کې د ملي اردو د شهیدانو محترمو کورینو او معلولینو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د زمینې برابرولو په هڅه کې هم یوو.
د ملي اردو د معظمو شهیدانو وارثینو او کورنیو ته جدي پاملرنه د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په کاري لومړیتوبونو کې دي.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال همداراز، ددغه وزارت د اعمالاتخونې له کاري برخو لیدنه وکړه او د کارکونکو ستونزې یې وڅېړلې.