د ملي دفاع وزارت سرپرست کندز ولایت ته سفر وکړ او د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ "عمري" قول اردو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د ښه امنیت او د هېواد د پولو د ساتنې په برخه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د مسوولینو او منسبوبینو د کړنو ستاینه وکړه او هغوې ته یې لازمې لارښوونې وکړې.