د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سيمينار څخه د قول اردوګانو او لواګانو د اسلحې او تخنیک ۸۳ تنه مدیران او آمرین نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” په حضور کې یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" فارغانو ته په خپلو خبرو کې وویل: چې خپلو مسؤولیتونو ته متوجې شئ، تاسو د خدای او ولس دواړو په وړاندې مسؤول یاست، تاسو د بیت المال د میلیونو افغانیو په ارزښت د وسایلو او اسلحو ساتونکي یاستئ.

همدارنګه فارغانو د مسؤولینو توصیو او لارښونو ته لبیک ووایه، او زیاته يې کړه چې په خپل ټول توان سره به خپل مسؤولیتونه سرته رسوي، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته