د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د قطر هیواد د امیر نائب سره ولیدل
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد» او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین «فطرت» چې د «ډیمیدکس دفاعي» نندارتون د ګډون او د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې په موخه تېره ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې قطر هېواد ته تللي وو، د قطر امیر نائب الشيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره ولیدل او پر هر اړخیزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د قطر هېواد د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د یوشمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ګډون درلود، دواړو لوریو د دوه اړخيزو همکاريو او دواړو هېوادونو روابطو د تینګوالي په هکله خبرې وکړې.