د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معاونیت تشکیلاتو د پلان د تنظیم ریاست نوي رئیس په کار پیل وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۴:۴۶
د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معاونیت تشکیلاتو د پلان د تنظیم ریاست نوي رئیس په کار پیل وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې سره سم، چارو د ښه ترسره کیدو په موخه، د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د تشکیلاتو د لا سمون په خاطر برید جنرال ارکانحرب محمد غوث «صافی» د پالیسۍ او ستراتیژۍ معاونیت د تشکیلاتو د پلان د تنظیم ریاست د نوي سرپرست رییس په توګه وګمارل شو او په کار یې پیل وکړ.

نوموړی د هېواد یو له کادرونو څخه دی، چې د ملي دفاع وزارت په مهمو برخو کې کاري سابقه لري، د هېواد دننه او بهر کې یې لوړې زده کړې تر سره کړي دي.

د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز نوموړي ته په ورسپارل شوي مسوولیت کې د بریالیتوب هیله کوي.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل. . .

بېرته خبرونه ته