د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ (13) قلمه تجهیزات اطلاعات جمعي مساجد
Publish Date
Closing Date
د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو هغو داوطلبانو/ شرکتونو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي تر څو د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ د(13) قلمه تجهیزات اطلاعات جمعي مساجد، مالي کال 1403 په پروژه کې چې د داوطلبۍ روش یې پرانیستې( باز) روش دی او د قرارداد ډول یې باالمقطع دی ګډون وکړي او خپل تړلي/ سر بسته آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو د قانون او تدارکاتو د کړنلارې مطابق د اعلان له نشر څخه وروسته د 21 ورځو په موده کې وړاندي کړي.د اعلان د نشرله نیټې څخه وروسته په 22 ورځ مخکې تر ماسپښین 10:00 بجې باندي آفرونه اخلي، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي وړاندي شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
آدرس او د شرطپاڼې د ترلاسه کولو وخت: د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره داوطلبان/ شرکتونه کولای شي چې د اعلان د نشر له نېټې څخه وروسته تر 21 ورځې د رسمیاتو له شروع بیا تر ختمېدو پوري د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست چې د کابل ښار،15 ناحیه، ګارد سابقه کې موقعیت لري تر لاسه کړي، همدارنګه داوطلبان/ شرکتونه کولای شي چې شرطپاڼه د ملي دفاع وزارت له سایټ(www.mod.gov.af) څخه ډاونلوډ کړي، داوطلبان حق لري چې داونلود شوې شرطپاڼه له اصلي شرطپاڼې سره مقایسه او خپل اطمنان حاصل کړي.
تضمین آفر: د بانک گرانتی په شکل مبلغ(130000) یوسل او دېرش زره افغانی دي.
تضمین آفر به په اصلي بڼه تسلمېږي، کاپي او سکن د منلو وړ نه دی ،فقط بانکي تضمین د منلو وړ دی.بانکې تضمین باید د آفر له اعتبارڅخه 28 ورځې زیات اعتبار ولري؛ یعنې تضمین به د آفر ګشایې له ورځې وروسته 118 ورځې د اعتبار وړ وي.
د آفرگشائی ځای/محل: د تدارکاتو ریاست د آفرګشایې تالار، کابل ښار، 15 ناحیه خواجه بغرا ګارد سابقه.
نوټ:له ټولو داوطلبانو څخه هیله کېږي چې د شرطپاڼې له ترلاسه کولو څخه وروسته د شرطپاڼې ټول مواد مطالعه، د آفر د تسلېمۍ په مهال اړوند سندونه لکه تضمین آفر، مالي وړتیا/ توانایې او نور په شرطپاڼه کې غوښتل شوې اسنادونه تسلیم کړي.