د ملي دفاع وزارت د سر مفتشیت له تخصصي روزنیز څخه ۲۵ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۲۱:۴۵
د ملي دفاع وزارت د سر مفتشیت له تخصصي روزنیز څخه ۲۵ تنه مجاهدین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت په تالار کې د سرمفتشیت د تخصصي روزنیز د کورس له څلورمې دورې څخه د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جروتامونو ۲۵ تنه مجاهدین له دوه میاشتنی زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د مسلح قواوو مرستیال حاجي مالي خان "صدیق"، د یاد وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" د ماليې وزارت د ارتقاء او ظرفیت لوړونې رئیس شېر زمان "بلوڅ" او ګڼ شمېر رئیسانو او منسوبینو ګډون درلود.

د مسلحو قواوو مرستیال حاجي مالي خان " صدیق" په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې موږ باید د شریعت پابندي وکړو او تاسو خپل کارونه په اخلاص او صداقت سره ترسره کړئ.

همدا راز سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" په خبرو کې زیاته کړه چې د یو کس په پلټنه کې ډېر دقت کوئ لومړی د ښو او بدو تفکیک وکړئ وروسته بیا عمل ترسره کړئ، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته