د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ غونډه د مولوي محمد يعقوب «مجاهد» په مشرۍ تر سره شوه

نن د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب «مجاهد» په مشرۍ د ياد وزارت په مقر کې غونډه تر سره شوه، په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز رييسانو، مرستيالانو، د قول اردو ګانو قوماندانانو او نورو مسوولينو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست لومړی د مرکزي او سيمه ييزو قول اردو ګانو له اړوندو مسوولينو سره په شته ستونزو او وړانديزونو بحث وکړ او وروسته يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مجاهدينو د کوښښونو د ستاينې تر څنګ زياته کړه: د اسلامي اردو مسوولين او منسوبين د نظام او خپلو خلکو د هيلو سترګې دي او هېواد ته د خدمت کولو، لا ډاډمن امنيت په ټينګښت او د سرحداتو په ساتنه کې له هیڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
غونډه، د تصميمونو په نيولو، سپارښتنو او لارښوونو سره پای ته ورسېده.