د ملي دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژیستیک معین د جاپان له ځانګړي استازي سره وکتل

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۲۱:۵۷
د ملي دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژیستیک معین د جاپان له ځانګړي استازي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژیستیک معین مولوي محمد ظریف "مظفر او ورسره مل پلاوي د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي کانسوکي "ناګاټوکا" سره په داسې حال کې چې د جاپان سفیر تاکاشي "اوکادا" یې ملتیا کوله د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو په ریاست کې وکتل.

په دغه کتنه کې د تکنالوژۍ او لوژیستیک معین نوموړي پلاوي ته راغلاست ووایه او د جاپاني پلاوي له لوري د افغانستان له خلکو په ملاتړ او د بشر دوستانه اړیکو په لرلو کې له دوی څخه مننه وکړه.

همدا راز جاپاني پلاوي د اسلامي امارت له لوري د امنیت په تأمین، د مخدره موادو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې ستاینه وکړه.

په پای کې دواړو لوریو د دوامداره ښو اړیکو په لرلو ټینګار وکړ او بېلابېلو برخو کې یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته