د ملي دفاع وزارت د تامینات تکنالوژي او لوژستیک معنیت لپاره نوی معاون وټاکل شو

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۲۰:۵۴
د ملي دفاع وزارت د تامینات تکنالوژي او لوژستیک معنیت لپاره نوی معاون وټاکل شو

د اميرالمؤمنين د حکم په اساس مولوي عبدالله "بشیر" د ملي دفاع وزارت د تامينات تکنالوژي او لوژستیک معنیت لپاره د نوي معاون په توګه نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا محمد فاضل "مظلوم" له لوري معرفي او رسماً يي خپل کار پیل کړ. 

په دغه مراسمو کې ملا محمد فاضل "مظلوم" تغير او تبديل د نظام يو اصل وباله او مسؤلين يي خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او د مخکني معاون مولوي محمد ظریف "مظفر" د کړنو ستاینه یې وکړه. 

همدارنګه مولوي عبدالله "بشير" د اسلامي امارت د رهبرۍ له باور څخه قدرداني وکړه او وعده يي وکړه چې خپل ورسپارل شوی مسؤلیت به د نافذه قوانينو په چوکاټ کې په ښه طريقه ترسره کوي. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته