د ملي دفاع سرپرست وزیر د بلخ ولایت له کلدارې ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او د دفاعي امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې یې وستایلې

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله «محمدي» بلخ ولایت ته د سفر په دوییمه ورځ؛ نن له غرمې مخکې د یاد ولایت کلدارې ولسوالۍ ته ولاړ، هلته یې د قومي مخورو او خلکو سره لیده کاته وکړل.
د کلدارې ولسوالۍ ددوه ورځې مخکې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لورې د ولسونو په ملاتړ ونیول شوه او په بشپړه توګه د دښمن له شتونه پاکه شوه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د دې ولسوالۍ له قومي مخورو سره په لیدنه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو او د ولسي پاڅون کونکو څخه چې د خپلو اتلانو تر څنګ د یادې ولسوالۍ په بیرته نیولو کې خپله زړورتیا ښودلې وه، ترې مننه وکړه.
همدا راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د هغو منسوبینو څخه چې د خپل ځانه یې اتلولي او میړانه ښودلې وه، د ستاینلیکونو په ورکولو سره یې وستایل.