د ملي دفاع سرپرست وزیر او کابینې ګڼ شمیر وزیرانو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۲۳:۴۲
د ملي دفاع سرپرست وزیر او کابینې ګڼ شمیر وزیرانو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي تعلیماتو له ښوونځۍ د دویمې دورې څخه ۸۹۷ تنه ځوان عسکر د عقیدوي زده کړو ترڅنګ د کمانډویي تعلیماتو له شپږ میاشتني بیلابیلو مسلکي زده څخه نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام "حنفي"، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، او د کابینې ګڼ شمېر وزیرانو مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام "حنفي" پخپله وینا کې نوي کمانډویي ځواک ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: چې تاسو د اسلامي نظام د حفاظت لپاره، د هیواد د ښیرازۍ او جوړولو، او د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو، لپاره روزل شوي یاست او همدا راز ویې ویل تاسو د راغلې ازادۍ ساتونکي یاست په کلکه له خپلو مقدساتو څخه دفاع وکړئ.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپلو خبرو کې وویل:   تاسو چې کومې زده کړې ترسره کړې دا دیو لوی هدف لپاره دي چې هغه د اسلامي نظام او د افغانستان خاوری څخه دفاع ده، تاسې باید پخپل عزم کې مستحکم یاست او د خپلو نور نظامي ارګانونو د منسوبینو سره به اوږه په اوږه له خپلې خاورې څخه دفاع کوئ.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" زیاته یې کړه: چې ولس ته ډاډ ورکوم چې دا ځواکونه به ستاسو د سر او مال ساتنه کوي او ستاسو د سوکالۍ سبب به ګرځي، د خپلو دفاعي ځواکونو تر شاه ودریږئ، دغه ځواکونه به زموږ او ستاسو د اسلامي هیواد له سرحداتو څخه ساتنه او دفاع کوي او هیڅ یو اشغالګر ته به اجازه ورنکړي چې زموږ په هیواد کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

همدا راز یادو کمانډویي ځواکونو خپل عملي نمایشات او مانورونه د مسؤلینو په حضور کې په عالي نظم سره ترسره کړل او پای کې یادو ځواکونو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته