د ملي دفاع سرپرست وزیر، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله خالد، په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر ښاغلي "مارک سپر" سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
همدارار د امریکا دفاع وزیر، د هېواد له ملي اردو او امنيني ځواکونو سره د خپل هېواد د ملاتړ او همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې همداراز د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، د هېواد له دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو سره د امریکا د متحدو ایالاتو له ملاتړ او همکاريو مننه او ستاينه وکړه.