د ملي دفاع سرپرست وزير نن مازديګر د هېواد له یو شمېر ځوانانو سره وکتل
د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن مازديګر په خپل مېلمستون کې د هېواد له یو شمېر ځوانانو، فرهنګي او مدني فعالانو سره وکتل.
د ملي دفاع سرپرست وزیر، ځوانانو د ستونزو، ننګونو او غوښتنو له اورېدو وروسته؛ د حکومت او نظام په وړاندې ځوانانو د مسؤليت له منلو څخه قدردانی وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوی پيغام به د اسلامي امارت مشرتابه ته ورسوي.