د ملي دفاع سرپرست وزير د ۲۰۵ «البدر» قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزير د هېواد جنوبي او سرحدي ولايتونو کې د مستقرو دفاعي ځواکونو د قطعاتو او جزوتامونو څخه د ليدنو په بهير کې نن د ۲۰۵ «البدر» قول اردو څخه ليدنه وکړه.
د ملي دفاع سرپرست وزير په دې ليدنه کې د هېواد د امنيتي مسايلو او سرحداتو د ساتنې په تړاو سيمه ييزو مسوولينو سره خبرې وکړې او لازم هدايات يې صادر کړل.