د ملي اردو د سواد زده کړې برنامې د لومړۍ دورې فراغت
د ګډ محاربوي روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ تنه سرتیري د سواد زده کړې برنامې څخه فارغ شول.
د سرتیرو د فراغت مراسم د ملي دفاع وزارت د پر سونل او تعلیماتو مرستیالې "منیره یوسفزاده" , د جلب او جذب عمومي قوماندان تورنجنرال "عبدالهادي ترین" , د ملي دفاع یو شمیر جنرالانو او افسرانو, د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین او د "GIZ" ادارې رییس په حضور کې تر سره شول.
د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو مرستیالې وویل: د ملي اردو سرتیري په یو لاس کې قلم او په بل لاس کې وسلې سره د افغانستان خدمت کوي او د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه کوي.
تاسې د خلکو په زړونو کې ځای لرﺉ او نن ورځ د یو مسلکي او لوستې سرتیري په حیث کولای شﺉ چې د هېواد او خلکو لا ښه دفاع وکړﺉ.
د سواد زده کړې برنامه د ملي اردو منسوبینو ته د ۳ کالو له پاره پلان شوې, چې د "GIZ" ادارې له خوا تطبیق کیږې, د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت به د دې برنامې څارنه کوي او عمومي مدیریت به یې د ملي دفاع وزارت په غاړه وي او په ټولو ښوونیزو مرکزونو او ساحوي قول اردوګانو کې به پلي شي.