د ملي اردو د جوماتونو د امامت او د اسلامي ښوونې او روزنې د امریتونو بستونو له پاره د جلب او جذب خبرتیا

s.mohmand

 

ملي دفاع وزارت د خپلو قطعاتو او جزوتامونو د جوماتونو د امامت او د اسلامي ښونې او روزنې د امریتونو د ۹۰ تشو بستونو له پاره د شرعیاتو د پوهنځي او د هېواد دیني مدرسو نارینه او ښځینه فارغان چې د لیسانس سند لرونکي وي، د آزادې او روښانه سیالۍ له لارې د افسرانو په توګه مني.

د داوطلبانو د جذب شرایط:

۱ - د تابعیت تذکرې لرل.

۲ - د داوطلب عمر باید د ۲۲ څخه تر ۳۰ کلونو پورې وي.

۳ - د شرعیاتو څخه د لیسانس په کچه فارغ او د نمرو سلنه یې له ۷۵ څخه ټیټه نه وي.

۴د هېواد په دوه رسمي ژبو (پښتو او دري) خبرو کولو وړتیا ولري.

۵له عربي ژبې سره بلدتیا ولري.

۶د نظام ارزښتونو ته ژمن او د ملي اردو په مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو کې دندې تر سره کولو ته چمتو وي.

۷ښځینه فارغانو ته لس سلنه بستونه ځانګړي شوي او ښځینه داوطلبانې په ساحوي قول اردو ګانو کې د دندې له ترسره کولو څخه مستثنی دي.

۸بریالي شوي نوماندان له پوځي زده کړو وروسته د دوهم بریدمن په رتبه تثبیت کیږي.

د شرایطو وړ مینوال کولی شي چې د لیندۍ (قوس) میاشتې د ۴ مې نیټې څخه تر ۱۳ مې نیټي پورې د خپلو اصلي پیژند پاڼو، تحصیلي سند او دوه قطعو انځورونو سره د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د عقیدتي او کلتوري ریاست ته مراجعه وکړي

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه نیولی شئ
۰۲۰۲۶۱۱۳۴۶- ۰۷۰۰۴۲۹۸۰۶

د واټساپ شمیره

 

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۴۱
Background image

د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

 د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د(۱۴۰۴) ښونیز کال لپاره د پوهنې وزارت، د حضرت سعد ابن ابی وقاص(رض) حربي ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغان او دیني مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغان چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

اطلاعیه قوماندانی اکادمی نظامی ملی حضرت معاذ بن جبل (رض)

به اطلاع ۴۹۸ تن از محصلین ی که از طریق امتحان کانکور در دوره بیستم اکادمی نظامی ملی پوهنتون دفاع ملی حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) کامیاب شده‌اند، رسانیده می‌شود که از تاریخ ۲۴ حمل سال . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

Back to announcements