د لوی درستیز لومړي مرستیال او د ملي دفاع وزارت سرمفتش د بګرام له فرقې څخه لېدنه وکړه
د وسلوال پوځ لوی درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان او د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د بګرام له فرقې څخه لېدنه وکړه او په پروان ولایت کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دویمې پلې لوا اړوند ټاکل شوو پوستو په منظمه توګه جوړولو په تړاو مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.