د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم په خاصو تدابیرو سره ترسره شو

د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم، نن سهار په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد، د هېواد د مسلح قواوو د لوى درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري، د ملي دفاع وزارت د جنرالانو او افسرانو، د شهید جنرال مقبل د کورنۍ غړو او نږدې دوستانو په ګډون سره ترسره شو.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، یو ځل بیا د جنرال مقبل کورنۍ او نږدې دوستانو سره ژوره خواشيني او خواخوږي څرګنده کړه او د شهید جنرال مقبل لپاره یې د الله پاک له دربار څخه د جنت الفردوس هیله وکړه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست؛ د شهید جنرال مقبل له کارنامو، فعالیتونو او هڅو په نیکۍ یاده کړه او د نوموړي نشتون یې نه جبرانیدونکی ضایعه وګنله.
د شهید جنرال مقبل زوی اکبرګل وویل: زه او زمونږ ټوله کورنۍ له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د خپل شهید پلار په شان قربانۍ ته چمتو یو او د خپل پلار لار به تعقیب کړو.