د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د «ساین» نړیوالې کمیټې په کلنۍ ارزونه کې لومړی مقام خپل کړ

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۲۱:۲۲
د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د «ساین» نړیوالې کمیټې په کلنۍ ارزونه کې لومړی مقام خپل کړ

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز شهید سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د ارتوپیدي په څانګه کې د غوره او معیاري روغتیايي چوپړونو په وړاندې کولو سره د «ساین» نړیوالې کمیټې څخه لومړی مقام خپل کړ.

د "ساين" نړیواله کمیټه چې په ټوله نړۍ کې د روغتیایی خدماتو د تر سراوي برخه کې د سټنډرډ او معیار په توګه کار کوي، د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستريز روغتون ارتوپيډي څانګې ډاکټرانو د ۵۲ هیوادونو ترمنځ په کلنۍ سیالۍ او ارزونه کې د اغیزمنو او ارزښتناکو خدماتو په تر سره کولو سره د ۲۰۲۱ کال د "لومړی مقام" ستاينې دړه د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکټرانو ته ډالي کړه.

هغه مراسم چې په همدې موخه د طبي علومو د اکاډمۍ په انګړ کې جوړ شوي وو، د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د ډاکټرانو په ځانګړي ډول د ارتوپیدي څانګې د ډاکټرانو د قدر وړ او ارزښتناکو خدمتونو ستاینه پکې وشوه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته