د ستر جنرال محمد نبي عظیمي د جنازې مراسم د ولسمشر د لومړي مرستیال او د وسله وال پوځ لوی درستیز په ګډون تر سره شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۳:۲۶
د ستر جنرال محمد نبي عظیمي د جنازې مراسم د ولسمشر د لومړي مرستیال او د وسله وال پوځ لوی درستیز په ګډون تر سره شول

د ملي دفاع وزارت د پخواني لومړي مرستیال د هېواد نظامي کدر او مطرح لیکوال ستر جنرال "محمد نبي عظیمي"، د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله "صالح"، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ"، پخوانی لوی درستیز محمد شریف "یفتلي"، د ملي دفاع وزارت جنرالانو، افسرانو او د مرحوم د کورنۍ غړو او خپلوانو ګډون درلود. 

ستر جنرال محمد نبي "عظیمي" په ۱۳۲۲ ه ش کال کې د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې زیږیدلی او د پوځي قطعاتو د مشرتابه په بیلابیلو بستونو کې دنده تر سره کړې ده.
همدا راز نوموړي د اردو او سیاست تر نامه لاندې د کتاب لیکلو سربیره یو شمېر علمي مقالې هم لیکلې دي.
ستر محمد نبي "عظیمي" د ۷۷ کلونو په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د ازبیکستان په تاشکند ښار کې د ۱۳۹۹ کال د کب په ۱۳مه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه؛ مرحوم ته د لوی څښتن تعالی له درباره د جنت الفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته يې د زړه صبر هیله کوي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته