د اعطا تصمیم قرارداد تکثیر د ملي دفاع وزارت د کندهار ولایت د شورابک ولسولۍ د درېمې لوا قوماندانۍ د اووم کنډک لپاره
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو د قانون 43 مې مادې او (2) فقرې مطابق ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې ( د ملي دفاع وزارت د کندهار ولایت د شورابک ولسولۍ د درېمې لوا قوماندانۍ د اووم کنډک لپاره د(۲) بابه (۳۰) کسیزه پوستو په شمول د ګارډ ټاور، صحرایې تشناب او احاطوي دیوال ودانیزو، سولري او د اوبو رسونې د پروژې چمتو کول او ترلاسه کول. د داوطلبۍ شمیره ( ملي دفاع وزارت-1402-ودانیزي چاري -0191-25105) د محمد حمزه شریفی د لوژستیکې او ساختماني خدماتو شرکت په (7630840)، په حروفو، اوه میلیونه شپږ سوه دیرش زره اته سوه څلويښت افغانۍ اعطا کوي.
بنا ټول حقیقي او حکمي کسان چې هر ډول اعتراض(نېوکه) ولري کولای شي خپله نېوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ریاست الوزرآ عالي مقام د(1528) ګڼي او 22\03\1445 نېټې لرونکي حکم په بنسټ تر (4) تقویمي ورځو پوري خپل اعتراضات او نېوکې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو ریاست د ودانیزو چارو د تدارکاتو مدیریت چې په خواجه بغرا، ګارډ سابقه (5) نمبر بلاک دوهم منزل (213) نمبر اتاق د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د(50) مې مادې سره سم وړاندي کړئ.
نوټ: دا خبرتیا د قرارداد د تړون په مانا نه ده، د پورته ذکر شوې مودې او ور پسې قانوني پړاونو پوري به د قرارداد تړون(عقد) ونه شي.