بلخ ولايت ته د ملي دفاع وزارت مشرتابه سفر

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۸ - ۱۱:۲۷
بلخ ولايت ته د ملي دفاع وزارت مشرتابه سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین "فطرت" د ولایتي سفرونو په دوام بلخ ولایت ته ولاړل او هلته يې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له مشرتابه او منسوبینو سره وکتل.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مجاهدینو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او سرښندنو د ستاينې ترڅنګ وویل:" ستاسو د قهرمانانو د مبارزې ثمره ده، چې له دوه لسیزو اشغال وروسته مو هېواد د یرغلګرو له منګولو پاک کړ."

همدا راز د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصیح الدین فطرت وویل: "تاسو د افغانستان زړورو مجاهدینو د نړۍ زبرځواکونو ته په الهي نصرت سره ماتې ورکړه، د جګړې په ډګر کې مو بریا ترلاسه کړه، د خپلې خاورې او وطن حاکمان شوٸ."

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته