بغلان کې د ملي اردو ځواکونو شهیدانو له سلګونه کورنیو سره مرسته وشوه

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۲۰:۴۵
بغلان کې د ملي اردو ځواکونو شهیدانو له سلګونه کورنیو سره مرسته وشوه

د ملي اردو د شهیدانو له محترمو کورنیو سره د خوړو توکو د وېش د کمپاین او لوی پروګرام په ترڅ کې، نن په بغلان ولایت کې پر سلګونو کورنیو د خوړو توکو بستې وویشل شوې. 

په دې پروګرام کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رییس ډګرجنرال حبیب "حصاري" ټینګار وکړ چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستې رسونې په برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي او د شهیدانو له کورنیو ملاتړ زمونږ د کارونو په لومړیتوب کې دی.

په نورو ولایتونو کې هم د شهیدانو له محترمو کورنیو سره مرسته او همکاري دوام لري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته