خبرپاڼې
فراه کې ۱۹ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د فراه ولایت پشتردود ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو غونډې په نښه کړې.
چې په پایله کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
زابل کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې ترهګرو طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
جوزجان-سرپل په لویه لار ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د جوزجان-سرپل پر لویه لار «افغان تپې» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
هرات کې ۱۸ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره ورځ، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د هرات ولایت زاول ولسوالۍ اړوند کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
کندهار کې ۲۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت” ډنډ او ارغنداب” ولسوالیو کې پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات ترسره کړل.
ننګرهار کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د نتګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ "هاشم خیلو " سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
کونړ کې ۱۱ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ اړوند «برولو خوړ» او «پیرانو غونډۍ» سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
کاپيسا کې هوايي برېد کې ۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي قواوو د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي قواوو د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.