په بلخ ولایت کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله
کابل – افغانستان : طالبانو ته د چهاربولک او شولګرې په ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عملیات، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا تر سره شوې، ۳۷ تنه ترهګر پکې وژل شوي او لسکونه تنه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه په دغه عملیاتو کې د طالب ترهګرو ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي. په ورته وخت کې د چهاربولک ولسوالۍ د جوی اوزلیک په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یو تن قومندان عطامحمد بلال د ډلې ۴ تنه وژل شوي دي. همداراز د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د کورتپې کلي د میر احمد خان پر کلا د هوايي برید په پایله کې د طالبانو د یو تن قومندان رازمحمد حقیار د ډلې ۵ تنه وژل شوي دي.
یاده دې وي، چې د بلخ ولایت په په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو جنګي عملیات په شدت دوام لري، چې تر دې مهاله زیات شمېر ترهګر پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د سر او مال ساتنې په لار کې له هېڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه نه کوي او د ترهګرو د هر ډول بریدونو پر وړاندې یې خپل ټـټر سپر ګرځولي دي.