۹۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۹۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴۳ تنه ټپیان او ۱۵ تنه بندیان د طالبانو له بند څخه آزاد شوي دي.
غزنی- ده یک، قره باغ ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
فاریاب- غورماچ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- ولایت مرکز کې د توپچي ډزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فراه- پشترود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دښمن د ۲ تنو ګروپ مشرانو په ګډون ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- ګرشک، نهر سراج ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
ارزگان- دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردک- سید آباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
غور- شهرک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
کندهار- ارغستان ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د موبایل ۱۱ سېټونه، ۴ جلده پېژند پاڼې، یو جلد پاسپورټ لاسته راغلي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
کندز- امام صاحب ولسوالۍ کې د دښمن پر زندان د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۴ موضع ګانې وېجاړې شوې او ۱۵ تنه د طالبانو له بند څخه آزاد شوي دي.
لغمان- قرغه ئي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن ټپي، یو شمېر وسلې او مهمات او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.